مُنیر جان بونیرے غزل
نورې تبصرې دې په جمال نه کوم
بس دے د غانټول په زنه خال نه کوم
ما د مينـــي تبــــه ځکـــــه نـــــه پرېږدي
زه چرته دارو نه خورمــه پــال نــــه کـــوم
ښکلي مــــې بلهـا پـکښــــې خـــائـے کـــړي دي
زه د زړۀ د کور مېنځ کښې دېوال نه کوم
تا چې پرې وعده د راتلو کړې ده
څنګ به هر کلې د نوي کال نه کوم
خلـــــــق د نشــــــــي دپــاره خیــر ټـــولۍ
زه به د جانان دپاره سوال نه کوم ؟
وی وئيــــل منــيــــر لــــيـــونـے شـــــــوے دے
زه چاله ګلونه په رومال نه کوم
Tags:
مُنیر جان بونیرے