Pashto best poetry 2 line


په ما دې تور ستا د یارۍ ولګي

د کلي نرخ دې په ګولۍ ولګي


سرۀ سرۀ ګلونه پکې مه ځنګوه

هسې نه اور دې په کمڅۍ ولګي


تل چې یې پټه په پردو کې ساتې

زنګ به دې ګوره په ځوانۍ ولګي


چې ستا خمار باڼه ور ډوب شي پکې

ګوټ د شرابو د پیالۍ ولګي


چې دین په ترخ دنیا په زړۀ کې ساتي

شړق دې په داسې دوه رنګۍ ولګي


د غم لښکرې مې د زړۀ نه تاو شي

سم د ماښامه پرې سلګۍ ولګي


سیاله بنګړي بنګړي کوي او ژاړي

شرنګ چې په غوږ د لېونۍ ولګي

کتاب ـ د جنګ لمب

و ته چې لمن وهي څوک


Previous Post Next Post