مُنیر جان بونیرے غزل
که ماشوم می بیگا ټوله شپه کړه ویر جانانه
رانه په اوښکو باندې وران شو ستا تصویر جانانه
د زړه په سر مې وۀ ښخ شوي خوب ته يې نه پرېښودم
ستا د ښایسته سترګو باڼه د نظر تیر جانانه
بس خو تر مرګه به زما سترګې د نم ډکې وي
زه ښه پوهیږمه د خپل خوب په تعبیر جانانه
د زړه په سر کښې د زړه سره لتي مه راکوه
زۀ دې مريــد يــم لېونيه تــــه مـــــې پــيـــر جانانه
د خوشحالو بوټي يې ټول د زېلې زېلې ويستي
د زړه په زمکه مې ستا غم کړے دے سیر جانانه
خدائے دې مئین کړه چې احساس درته د خوږ زړه وشي
یه په ښائست باندې مغرور په زړه کافِر جانانه
تا خو به خپلې خوشحالۍ په الله هو اوده کړي
په ما ستا غم کړې د ژوند ټولې شپې شوګير جانانه
چې ما په خپل غزل کښې ستائي زه يې تصوير جوړووم
منير دې کړي الله ،شاعر، ما مصویر جانانه
Tags:
مُنیر جان بونیرے